د اسلامی كلتور او تفكر څیړندوې د علمی غونډې غړې ښاغلی حجتالاسلام والمسلمين علی نصيری، د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په يوې مركې كې حضرت امام حسن عسكری (ع) سره منسوب تفسير په هكله وويل: معصومين عليهم السلام اكثره پخپله تفسير نه ليكه بلكه د تفسير ليكلو لپاره بې یې نورو ته ويل او هغو به یې رهنمايی كوله
هغه په دوام كې وويل: د امامانو په خپل لاس د تفسير نه ليكلو يو دليل دا دی چې هغو يو تفسير ليكلې نو په هغې كې د تحريف كولو احتمال ډير زيات وو او تحريف كوونكيو د وخت په تيرودو سره سره هغه اصلی مطلبونه اپوټه كولې شو ځكه چې د چاپ او خپريدو ټولې وسيلې او حكومت اكثر د اهل بيت عليهم السلام دښمنان سره وو نو هغو په دې كتابونو كې تحريف كول يو ډير اسان كار وو او كه تحريف او بدلون پكښې شوې وې نو دا يوه غټه ستونزه شوه
هغه زياته كړه: اما هغه كتابو لكه مصحف امام علی عليه السلام يا د امام علی عليه السلام كتاب هغه كتابونه دی چې بشپړه كتابونه دی او د خلقو په لاس نه دی راغلی بلكه د معصوم امامانو په لاس كې وو او اوس هم د امام مهدی عليه السلام په لاس كسې دی او هیڅوك پكښې بدلون نه شی كولې
382468