د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «IslamOnline» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی د نړۍ له 14 مسلمانو هيوادونو عالمان او پوهان په دې سمينار كښې ګډون كوی چې د وخت په تيريدو سره سره او په راتلونكی وخت كښې د اسلام د قانونو د موضوع په هكله وركښې خبرې اترې كیږی.
په دې سمينار كښې به 36مقالې او علمی تحقيقونه د ګډون كوونكيو له اړخه وړاندې كیږی. دا سمينار د عمان په سلطان قابوس جمات كښې ترسره كیږی.
د عمان د اوقافو د وزات د رسندويو د دفتر مشر «خالد مشرفی» اعلان وكړ: د دې سمينار د ترسره كولو مقصد دا دی چې د قانونو حكمونو په وركولو كښې بايد د وخت غوښتو ته پام وشی او د انسانانو د ټولنې د راتلونكی وخت مسئلې پكښې وڅیړل شی.
هغه زياته كړه: د وخت غوښتو سره سره د اسلام د شريعت اصول هم نبايد هير كړې شی. دا سمينار به د سه شنبې تر ورځې د وری د مياشتې تر 18 نیټې پورې ادامه لری.
382922