د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د تركېې د څانګې د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز محيط یې نقلوی په دې غونډه كې پنځلس كارپيژاند له مختلفو هيوادونو لكه تركيه، بوسنی و هرزګوين، كوزوو، آلبانی، اكراين، بلغارستان، مقدونيه، مونتهنګرو او مجارستان، ګډون وكړ.
د قران كارونو د سطحې د او چتوالی لپار ه د پروګرام تيارول ، د مختلفو هيوادونو د قرانی موسسو تر مينځ د اړيكې مضبوطول ، د حفظ په چارو كې د يو بل د تجربو نه ګټه اخستل، د حفظ د نوې طريقو د يو بل ته اطلاع وركول او د قرانی كارونو او تعليماتو لپاره يو شان كورس جوړول د دې غونډې له اهدافو څخه دی.
همدا رنګ د زوزنی مشرتابۀ په زمينې كې د پروګرام جوړونكې كارپيژاند ښاغلی «يوسف ابو دقه» د ايسسكو د غونډې د غړی په توګه په دې غونډه كې ګډون وكړ
د يادولو وړ دی دا غونډه د دوری د مياشتې له 8 نیټې تر 11 نیټې پوری تر سره شوه
382992