IQNA

د لبنان د شيعه و عالم د دې هيواد له ولسمشر د ليبيا په ناستې كې د ګډون نه كولو غوښتنه وكړه

7:46 - April 06, 2009
د خبر لمبر: 1760771
سياسی او ټولنيزه ډله: د لبنان د شيعه و عالم ښاغلی شيخ «احمد قبلان» د دې هيواد له ولسمشر په ليبيا كې د راتلونكې كال د عربو هيوادونو مشرانو په غونډه كې د ګډون نه كولو غوښتنه وكړه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د لبنان د څانګې د يو راپور پر اساس، چې له قطر الشرق ورځپاڼئ یې نقلوی، دې شيعه عالم د خپلې غوښتنې دليل دا بيان كړ: تر څو چې د امام موسی صدر او د هغه ملګرو د تښتولو تحقيقاتو ځواب د ليبيا حكومت په روښانه توګه نه وی وركړې او په دې اړه یې عملی قدم نه وی اخستې نو لبنان خكومت نبايد خپل استازې د عربو مشرانو په غونډه كې ګډون لپاره واستوی كومه غونډه چې په ميلادی كال 2010 كې په ليبيا كې تر سره كیږی.
په دوام كې هغه ټينګار وكړ ليبيا بايد د امام موسی صدر د پټولو او تښتولو دليلونه راكړی كوم چې په ميلادی كال 1978 كې دې هيواد ته سفر كړې ؤ او بايد له دې راز پرده اوچته كړی
د ذكر وړ دی د لبنان د شيعه ؤ عالمان د ليبيا مشر «معمر القذافی» دې د امام موسی صدر او د هغه ملګرو د تښتولو او پټولو سره توروی او د لبنان محكمې هم د «معمر القذافی» په نه شتون كې د هغه د نيولو حكم كړی دی.
382971
captcha