IQNA

8:36 - April 07, 2009
د خبر لمبر: 1761304

په دمشق كښې «د نړۍ په ادبياتو كښې د عربو او مسلمانانو اينځور» په نامه سمينار شورو شو

نړيواله ډله: «د نړۍ په ادبياتو كښې د عربو او مسلمانانو اينځور» سمينار پرون د يكشنبې په ورځ د وری د مياشتې په 16نیټه د دمشق په پوهنتون كښې شورو شو.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د «SANA» له خبری اژانس یې نقلوی، دا سمينار چې په دريو ورځو كښې ترسره كیږی په دې سمينار كښې ګډون كوونكی د عربی هيوادونو له پوهنتونونو راغلی دی چې هغو په دې موضوعاتو كار كړی دی لكه: په امريكې، افريقې، ايشيا، يورپ كښې د مسلمانانو او عربو اينځور څه رنګ وړاندې كیږی او په دې اينځور باندې د ختیځو عقيدو څه اثر دی.

دا سمينار د دمشق د پوهنتون د عربۍ د ژبې او ادبياتو د ټولی په مرسته ترسره كیږی.

د دمشق د پوهنځی ادبياتو او اسلامی علمونو مشر امين تاربوش هم په دې سمينار كښې ټينګار وكړ چې د اسلام په غير مسلمانانو كښې د خپريدو لپاره بايد هڅه او كوشش وشی.

په امريكې، افريقې، ايشيا، يورپ كښې د مسلمانانو او عربو اينځور څه رنګ وړاندې كیږی او په دې اينځور باندې د ختیځو عقيدو څه اثر دی دا هغه موضوعات دی چې په دې سمينار كښې ورباندې خبرې كیږی.
383538

captcha