د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د قران د حفظ او قرائت مقابلې د تنزانيا په آروشا، كيگوما، تانگا، دودوما، دارسلام، مروگرو او د دې هيواد په نورو صوبو كښې ترسره كیږی هره يوه صوبه به دوه كسان چې مقابله یې ګټلی وی چوڼی او د اخری مرحلې مقابلو ته به یې رالیږی. د دې مقابلو اخرنۍ مقابله به دوه مياشتې وروسته په دارالسلام كښې ترسره كیږی.
بيا د ولس مشر د ښځې «ككوته» چې د قران د څو سپارو حافظه ده او د قران د مسئلو ډېره شوقينه ده، په وړاندې به مقابله كیږی او په اخر كښې به يو حافظ او يو قاری د تهران مقابلو ته رالیږلی كیږی.
په اخری مرحلې كښې به د ولس مشر ښځه نورو قاريانو سره د قران تلاوت كوی چې اواز به یې د تنزانيا له ریډيو خپریږی.
همدارنګ به دا مقابلې د تنزانيا په ورځپاڼو كښې هم راځی.
383663