د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د اردن د «الدستور» ورځپاڼې یې نقلوی، د امريكې ولس مشر په انكارا كښې په خپلو خبرو كښې دا هڅه وكړه چې د اسرائيلو په خوا كښې د فلسطين د حكومت د جوړيدو كوشش كوی چې د لويدیځو هيوادونو او اسلامی نړۍ تر مينځ وټ كم شی.
اوباما دې خبرې ته پام چې "په څرګنده ووايم چې امريكه اسلام سره جنګ نه لری" وويل: مونږ د ګټې لپاره سره كار كول او د يو بل احترام كول او د سوءتفاهم د لرې كولو او يو بل سره يوځای كار كولو لپاره هڅه كوو.
د امريكې ولس مشر همدارنګ د مينځنۍ اسيا كښې د صلحې او ارامښت راوښتل د خپل حكومت له غرضونو وګاڼه.
اوباما نن د وری د مياشتې په 18نیټه د استنبول كښې "د تمدنونو تر مينځ د خبرو" په سمنار كښې په خپلې وينا كښې د اسلام او لويدیځ تر مينځه د مسئلو څیړنه كوی.
384242