IQNA

د سنندج د پيام نور علمی غونډې يو غړی په فلسطين كې د مسجد الاقصی د بد حالت په هكله مقاله وليكله

9:35 - April 10, 2009
د خبر لمبر: 1762522
تفكر او علم ډله: د سنندج د پيام نور علمی غونډې يو غړی ښاغلی «البرز داودی» په فلسطين كې د مسجد الاقصی د بد حالت په هكله مقاله د الجزاير په كنستانتين پوهنتون په نړيوال كانفرنس كې قبوله شوې ده.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د كردستان څانګې د يو راپور پر اساس، د كردستان د پيام نور پوهنتون د عمومی روابْْطو په نقل سره ، د كردستان د پيام نور پوهنتون د عمومی روابْْطو مشر ښاغلی «مهدی آلبوغبيش»، وويل: د صهيونسټ رژيم لخوا د مسجد الاقصی په هكله نوی حركتونو او د كړكيچی حالت په جوړولو سره په ټولو مسلمانانو واجب دی د دې اقداماتو او دسيسو سره د مقابلې كولو لپاره بايد مونږ ټول هڅه وكړو په دې هكله د د سنندج د پيام نور علمی غونډې مختلف كارونه كړی دی چې د «البرز داودی» د الجزاير كانفرنس ته د مقالې لیږل هم له دغو كارونو څخه دی
هغه وويل «البرز داودی» يو كارپيژاند او د سنندج د پيام نور علمی غونډې غړی دی چې په نړيوالو مقابلو كې یې ډير انعامونه حاصل كړی دی.
384746
captcha