د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د لبنان د څانګې د يو راپور پر اساس، چې له علامه «محمدحسين فضلالله» دفتر یې نقلوی، دې ستر عالم په خپلې بيانیې كې ټينګار وكړ: اورپكې د متعصب او افراط ګرو مفتيانو د فتوو پيروی كوی كوم مفتيان چې د خدای كتاب او د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم په سنت سم پوهـ ندی شوی
هغه په دوام كې اسلام نړۍ نه د داسې اقداماتو د محكومكولو غوښتنه وكړه او وېويل چې ټول په جمع د مسلمانانو د وحدت او يووالی لپاره كوشش وكړو ځكه چې وحدت يوازې د نړيوال اسكبار سره د مقابلې كولو لاره ده.
علامه «محمدحسين فضلالله» زياته كړه: چې د پاكستان شيعه د اورپكيو لخوا ډيرو مشكلاتو سره مخامخ دی ځكه چې د خدای نه بی خبره مفتيانو د شيعه و قتل روا ګڼلې دی حال دا چې دا عالمان د مسلمانانو دښمنان او د امريكې او اسرائيل ملګری دی.
علامه فضل الله له پاكستان حكومت هم غوښتنه كړې ده چې د داسې اقداماتو د مخنيوی لپاره بايد سخت امنيتې انتظامات وكړی او په دې بريد كې لاس لرونكی بايد زر تر زره ونيول شی او قانون ته حواله شی .
د يادونې وړ ده چې څو ورځې مخكښې د پاكستان په پنجاب صوبې كې په چكوال ښار كې د شيعه و په يو جومات كې په ترهګری جاودنې كې په لسګونو كسان شهيدان او ژوبل شول
385026