IQNA

ايسسكو به په فرانس كښې په «اسلام او اجتهاد» سمينار كښې ګډون كوی

9:18 - April 10, 2009
د خبر لمبر: 1762548
نړيواله ډله: «اسلام او اوسنی وخت سره د برابرۍ هڅه: د اجتهاد موضوع» سمنيار د ايسسكو د اسلامی كلتور او علمونو د ښوونې د مركز په مرسته د وری د مياشتې په 19 نیټه په پيرس كښې د يونسكو په ځای كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له ISESCO یې نقلوی، دا نړيواله سمينار چې د پيرس د حقوقو د پوهنځۍ دكارت، د پيرس د سياسی جغرافيا د مطالعاتو د نظارت د مركز او د نړيوالو حقوقو د مركز په مرسته، د عالمانو، مسلمانو او غير مسلمانو پوهانو په ګډون سره د اجتهاد د څیړنې او په اوسنۍ ټولنه كښې د هغې مشكلات، په موضوع سره ترسره كیږی.

دا سمينار په دې غرض ترسره كیږی چې د صحيح اسلام پكښې وښودل شی او د اسلام په هكله هغه غلطې ليدتوګې چې د خدای دين په هكله موجودی دی د اصلاح كولو په غرض ترسره كیږی.
دا سمينار به د ايسسكو د سترسكتر «عبدالعزيز عثمان التويجری» په وينا سره ترسره كیږی.

په دې سمينار كښې به د الجزاير، عربستان، مصر، امارات، فرانس، لبنان، مراكش او سوډان پوهان او عالمان ګډون كوی.
384837
captcha