د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د اردن له «الحقيقة الدولية» ورځپاڼې یې نقلوی، دا امريكايی قران 366مخونه لری او په انګريزۍ او عربۍ ژبه ليكل شوی دی او د هغې په سريزې كښې دا خبره "اسلامی نړۍ ته په بيله توګه عربی نړۍ ته وړاندې كیږی" راغلی ده.
دا قران د كويت په خارجی مدرسو كښې خپور شوی دی او دې ورځپاڼې د اسلام په خلاف دا پټ جنګ ګڼلی دی.
د امريكايی قران 77 سورتونه
دا د دروغو قران 77 سورتونه لری چې پكښې «فاتحه»، «محبت»، «مسيح»، «ثالوث»، «مارقين»، «صلب»، «زنا»، «ماكرين»، «رعاة»، «انجيل»، «اساطير»، «كافرين»، «تنزيل»، «تحريف»، «جنة»، «اضحی»، «عبس» و «شهيد» سورتونه تحريف شوی دی.
دا قران بسم اللهی سره د "پلار" او "روح" او د درې دينونو "يهوديت، مسيحيت او اسلام" په نامه په عربۍ كښې داسې شورو شوی دی: «بسم الأب الكلمة الروح الإله الواحد الأوحد مثلث التوحيد موحد التثليث ما تعدد»
په دې قران كښې ډېر تحريفونه دی چې ځينې یې دا دی: «والذين اشتروا الضلالة وأكرهوا عبادنا بالسيف ليكفروا بالحق ويؤمنوا بالباطل أولئك هم أعداء الدين القيم وأعداء عبادنا المؤمنين» هغه كسان چې ګمراهی اخستې ده او د تورې په وسيله یې زما بندګانو سره دښمنی وكړه، چې په حق كافران شی او په باطل ايمان راوړی دا هماغه د ارزښتمن دين دښمنان او زما د مؤمنو بندګانو دښمنان دی.
«يا أيها الناس لقد كنتم أمواتا فأحييناكم بكلمة الإنجيل الحق، ثم نحييكم بنور الفرقان الحق» ای هغه كسان چې مړه شوی وئ او مونږ تاسو د انجيل په حقو ايتونو سره او بيا مو د فرقان په حق نور سره ژوندی كړئ.
«وقلتم: آمنا بالله وبما أوتی عيسى من ربه، ثم تلوتم منكرين، ومن يبتغ غير ملتنا دينا فلن يقبل منه، وهذا قول المنافقين» او « وكم من فئة قليلة مؤمنة غلبت فئة كثيرة كافرة بالمحبة والرحمة والسلام» په «طهر» دروغجن سورت كښې یې نجاست خباثی پاكی او نكاح زنا سره يو شان ګڼلی شوی دی «وما كان النجس والطمث والمحيض والغائط والتيمم والنكاح والهجر والضرب والطلاق إلا كومة رجس لفظها الشيطان بلسانكم وما كانت من وحينا وما أنزلنا بها من سلطان»
په اخر كښې دې ورځپاڼې زياته كړې ده چې بايد د داسې دروغجن په خلاف څه قدم اوچت كړی شی.
384936