IQNA

د مجلسونو اتحادیې غونډې مسلمان استازی له دې ناستې بهر ووتل

10:00 - April 11, 2009
د خبر لمبر: 1762847
نړيواله ډله: د اسلامی هيوادونو پالمانی ډلې د مجلسونو د اتحاديی د يو سل شلمې غونډې چې په ايتوپيا كې تر سره كيده د اسرائيل د پارلمانی غړی د وينا په شورو كيدو سره د اعتراض په توګه بهر ووتل او دا ناسته یې پریښوده
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د خبری اژانس (SABA) یې نقلوی دا كار لومړۍ د يمن د پارلمانی ډلې شورو او بيا ورسره نور عربی او اسلامی هيوادونو پارلمانې ډلو ملګرتيا وكړه او نږدې ټول اسلامی استازی، د اسرائيل لخوا په فلسطينيانو باندې د ظلم او زياتې خلاف وو وتل.
كله چې د اسرائيل د پارلمانی غړی وينا ختمه شوه نو دا ټول بيا د ناستې ته ننوتل او خپل كار یې شورو كړو.
د مجلسونو اتحاديه يو نړيواله غونډه دی چې په ميلادی كال 1889 كې د سويزرلينډ په جينيوا ښار كې جوړ شو او تر اوسه پورې د نړۍ مختلفو هيودونو څخه نږدې 154 پارلمانی ډلې د دې سازمان غړی دی
385729
captcha