IQNA

10:11 - April 11, 2009
د خبر لمبر: 1762851

ايت الله جنتی : د ايران او امريكا د اړيكوغوڅيدا، د تهران د برياوو عامل دی

سياسی ډله: ايت الله جنتې نن د دوری د مياشتې په 21 نیټه په جمعې لمانځه په لومړی خطبې كې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم له مكې تر مدينې هجرت موضوع وڅیړه او د رسول الله نړيوال پيغام یې وضاحت وكړ

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايت الله احمد جنتې د سلامتې كونسل ستر سكتر او د تهران د جمعې لمانځ امام په لومړی خطبې كې خلقو ته د تقوی او پرهيزګارۍ د نصيحت نه پس د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم هجرت ته اشاره وكړه چې پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم د مكې مشرانو او خلقو لخوا كله ډير اذيت شو او ملګری یې هم اذيت شو او د مكې مشرانو ورسره دوكې وكړې نو پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم د دين پراختيا او د خپل رسالت ادا كولو لپاره له مكې څخه مدينې ته هجرت وكړ.
هغه وويل د مدينې خلقو د مكې خلقو په اپوټه پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم ته هركلې وويل او ټولو له رسول الله وغوښتل چې مونږ سره په مدينې كې دې ميشت شی نو پيغمبر اكرم د مدينې يو غريب سړی كور يانی ابو ايوب انصاری كور خوښ كړ.
ايت الله جنتې وويل په مدينې كې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم درې قسمه پروګرام وو يو جومات جوړول بل دا چې ټول خپله كې ورڼا يو او بايد د ورورولۍ صيغې ووايو او بل دا چې پيمان نامه دې وليكی.

ايت الله جنتې په دويمه خطبه كې د ايران او امريكا د اړيكو غوڅيدا په بيلا بيلو ډګرونو كې د تهران د چټكو برياوو عامل وبلله
د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله احمد جنتی د ايران او امريكا د اړيكو د غوڅيدو كليزې ته په اشارې سره وويل د ايران او امريكا د اړيكو غوڅيدا چی ځينو ګومان كاوه ګواښ دی په فرصت بدل شو او اوس فضا ته د سپوږمكۍ د استولو او اتومی سونګو د توليد د څرخی د بشپړولو په شمول د ايران د اسلامی جمهوريت د برياوو شاهدان يو .

آيت الله احمد جنتی سوله ايزې اټومی ټكنالوژۍ ته په رسيدا كې د ايران د حق د پيژندلو په باب د امريكا د ولسمشر باراك اوباما څرګندونو ته اشاره وكړه او ویې ويل د ايران خلكو او مسئولانو په خپل مقاومت سره دښمنان په شا كړل او اوس هغوئ دا منی چې تهران بايد خپل دی حق ته ورسیږی .

د تهران د جمعی لمانځه خطيب د باراك اوباما د بدلون د شعار يادونه وكړه او ویې ويل لكه څرنګه چې د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای وفرمايل د ايران خلك نه غولیږی ، نه ويریږی او نه هم د دښمن ګواښونه پری كوم اغيز كوی .
آيت الله احمد جنتی وويل د امريكا د خلكو د ستونزو اساس د واشنګټن د سياستونو په دليل له دغه هيواده د خلكو عمومی كركه ده
385624
captcha