IQNA

9:59 - April 11, 2009
د خبر لمبر: 1762881

د پيغمبر(ص) په هكله د سپكاوی د كارټون په اينټرنیټ كښې بولی، په ډنمارك كښې د اسلامه له نفرت لپاره هڅه ده

نړيواله ډله: يو له هغه كارټونونو څخه چې د پيغمبر(ص) سپكاوې یې ورسره كړی و او په 2005 كال كښې د ډنمارك په ورځپاڼو كښې خپور شو، اوس د اسلام په خلاف په اينټرنیټ كښې د بولۍ لپاره ایښی شوی دی.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د فرانس «AFP» خبری اژانس یې نقلوی، د ډنمارك يو اينټرنیټی انجمن "ازاد خبر ليكوال" اعلان وكړ چې د پيغمبر(ص) سپكاوی كوونكی كارټون په اينټرنیټ كښې ایښی شوی دی او ورباندې بولی لږولی وې ده.

هغوی په ډېر سپكاوی سره اعلان وكړ: د دې كارټون زر نسخې په اينټرنیټ كښې ایښې شوی دی او هره يوه نسخه یې 250 ډالره (188يورو) بيه باندې د بولۍ لپاره ایښې شوی دی.

دا د سپكاوی كارټونونه په داسې حال كښې خپریږی چې څو ورځې وړاندې د دې هيواد لومړی وزير «اندره فوگ راسموسن» د نیټو د شمالی اټلينټيك د ستر سكتر په توګه د خپل نوی كار په شورو كښې ويلی وو چې مونږ د اسلامی نړۍ او د دينونو د لارويانو قدر او درناوۍ كوو.
385595
captcha