د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د سيستان او بلوچستان د څانګې د يو راپور پر اساس، د زاهدان د جمعې لمانځه امام ښاغلی حجتالااسلام والمسلمين «عباسعلی سليمانی» د تيرې جمعې په لمانځه خطبو كې د لمونځ كوونكيو ته د تقوا او پرهيزګارۍ په ترڅ كې وويل: اوباما د بدلون شعار او نعرې سره د امريكې ولس خلقو ووټونه او رایې واخستې، او خلق یې دې شعار سره دوكه كړل خو اوس نه هغه څه بدلون راوستلې دی بلكې هماغه د بش سياست یې جاری ساتلې دی
د زاهدان د جمعې لمانځه امام ښاغلی حجتالااسلام والمسلمين «عباسعلی سليمانی» زياته كړه: د امريكې ولسمشر په سيمې كې د پوځې ځواكونو زياتيدا او د نورو هيوادونو ته ګواښونو نه پرته بل هیڅ كار ندې كړې او پرله پسې د ايران د اسلامی حكومت تهديدوی او نړۍ ته یې خپله حقيقی مخ وښايل.
ښاغلی حجتالااسلام والمسلمين «عباسعلی سليمانی» د اوباما د مينځينې ختیځ سفر ته په اشارې سره څرګنده كړه: اوباما په ډير سختو امنيتې تدبيرونو كې د سيمې هيوادونو ته ننوت او د هغه دا سفر د خلكو لخوا د هركلی په ځای، د امريكې پر ضد په مظاهرو كې بدل شو
د زاهدان د جمعې لمانځه امام ښاغلی حجتالااسلام والمسلمين «عباسعلی سليمانی» د ايران او امريكې د اړيكو د غوڅيدا د كليزې ته اشارې سره وويل: اعتماد به نفس، عزت اد ایټمی ټيكنالوجې په لاس راتلل، امريكې سره د اړيكو غوڅيدا په بركت دی.
385892