IQNA

9:09 - April 12, 2009
د خبر لمبر: 1763403

«د مسلمانانو ځوانانو د ټولنيزو بې لاريو سره د مقابلې حل لارې» په نامه سمينار په پيرس كښې ترسره كیږی

نړيواله ډله: «د مسلمانانو ځوانانو د ټولنيزو بې لاريو سره د مقابلې حل لارې» سمينار به سبا د يكشنبې په ورځ د وری د مياشتې په 23نیټه د پيرس په ښار «مانت لا ژولی»(Mantes-la-Jolie) كښې ترسره كیږی.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له Saphirnews یې نقلوی، دا سمينار به په فرانس كښې د اوسيدونكيو تركو د ښوونې او كلتوری مركز په مرسته ترسره كیږی او ګډون كوونكی به پكښې د يورپ د اوسنۍ ټولنه او په هغې كښې د مسلمانانو ځوانانو ځای تر عنوان لاندې خبرې كوی.
همدارنګ به پكښې ګډون كوونكی په يورپ كښې د ښځو د سړو په اړيكو، شرابو، پوډرو او نورو نشه ای څيزونو په هكله خبرې اترې كوی او پكښې به د مسلمانانو ځوانانو لپاره د خطرو په وخت كښې د حل لارې په هكله وينا ګانې كوی.

مانت لا ژولی د پيرس په لویځ كښې په 53 كلومیټره كښې يو نيم صنعتی ښار دی.
386074
captcha