IQNA

«اسلام او په فرانس كښې ژوند» سمينار ترسره كیږی

9:05 - April 12, 2009
د خبر لمبر: 1763428
نړيواله ډله: «اسلام او په فرانس كښې ژوند» سمينار د «برابری او مصالحه آكيتن فرانسه»(ER Aquitaine) په مرسته د وری د مياشتې په 29 نیټه په بورډو ښار كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له Saphirnews یې نقلوی، د فرانس د جماتونو د امامانو نماينده او د بوردو د جمات مشر «طارق اوبرو» به په دې سمينار كښې وينا كوی.

دا سمينار به د بورډو ښار او خواوشا سيمو د مسلمانانواو غير مسلمانانو په ګډون سره د شنبې په شپه 19 بجې شورو كیږی. او «برابری او مصالحه آكيتن فرانسه»(ER Aquitaine) انجمن په دې كښې ټولو مينه والو ته د ګډون بلنه وكړې ده چې د فرانس د راتلونكی وخت په بيله توګه د اسلام د راتلونكی وخت په هكله او د اسلامی د تقويت په هكله پكښې خبرې وكړی.

د دې سمينار په پایې كښې به ځينې ګډون كوونكيو ته ډالۍ وركول كیږی.
386178
captcha