د ايران د قران خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، دا سمينار د ورامين د اسلامی ازاد پوهنتون د كلتور مسرتيال، او د قران او عترت د پوهنځی د ازاد اسلامی پوهنتون د كلتوری مرستيال، د قم د اسلامی ازاد پوهنتون او د پرديس د مركز په مرسته د سه شنبې په ورځ د غويی د مياشتې په 8 نیټه د ورامين په ازاد اسلامی پوهنتون كښې ترسره كیږی.
د دې سمينار غرضونه دا دی: د پوهانو، څیړاندو او محصلانو تر مينځ عملی تحرك پيدا كول، ورځنيو تحقيقاتو او څیړنو سره د هغوی اشنا كول، په محصلانو كښې د دين او كلتور په ډګرونو كښې د تحقيقاتی كارونو كولو شوق اچول.
تر اوسه پورې 78 مقالې د دې سمينار دبيرخانې ته رسيدلی دی چې اكثر پكښې په قرانی علمونو كښې ليكلی شوی دی د ويلو ده چې د مقالې رالیګولو نیټه د وری د مياشتې تر 25 نیټه ده.
386250