د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په ګانا كې د ايران كلتوری مركز د لمريز كال 88 د لومړنيو دريو مياشتو پروګرامونه تفصيل سره بيان كړل چې پكښې سيمينار د «اسلامی جمهوريت او د ايرن اسلامی جمهوريت د نوی اسلامی جمهوريتونو لپاره سمبول» په نوم، د ګانا د مسلمانانو د اتحاديی په همكارۍ په ارديبهشت مياشتې كې، د امام خمينې رح د وفات په مناسبت د« اسلامی حكومت او د امام خمينې رحمه الله عليه رول» سيمينار، د ګانا د مسلمانانو ښځو انجمن په مرستې سره سيمينار «مسلمانې ښځې» تر سره كیږی.
همدا رنګ د اسيب پيژندنې او د اسلام اسيب پيژندنې سيمينار د ايران كلتور مركز په مرستې د دوری د مياشتې په 7 او 8 نیټې د اكره ښار په خانه فرهنګ كې تر سره كیږی.
دا سيمينار په ګانا كې د ولايت فقيه استازی ښاغلی «آيتالله اشرفی شاهرودی» او د ايران ستر لارښود دفتر د نړيوال مرستيال ښاغلی صحت او په ګانا كې د ايران د اسلامی جمهوريت سفير ښاغلی «محمدی» په ګډون سره تر سره كیږی.
387088