د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د قران هغه نسخه چې موسی كاظم(ع) سره منسوبه ده د بقرې سورت په ٢٥٢ ايته تر دال عمران سورت ٨٩ ايته ده. دا قران ٨٣ مخونه لری. په هر مخ كښې یې ٦ لكيرې دی كاغذ یې د هوسې له څرمن دی نباتی رنګ لری او حاشيه یې نخودی او كومه سياهی چې هغه توره د قهوې په رنګ ده.
دا قران دوو اړخو جلد لری چې جدول بندی یې په زرو سره شوې ده. او همدارنګ پكښې په زرو سره د موسی كاظم(ع) د لاس خط ليكلی شوی دی.
د دې كتاب ليك د كوفی په خط سره د دريمې پیړۍ غوندې دی او ټكی یې فاصلې سره ليكلی شوی دی دا قران دې وخت د امام رضا(ع) په زيارت كښې په ميوزيم كښې ساتل كیږی.
387460