IQNA

10:48 - April 17, 2009
د خبر لمبر: 1765770

د كرمانشاه د صوبې د اسلامی تبليغاتو د ادارې مشر د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) دوره وكړه

سياسی او ټولنيزه ډله: د كرمانشاه د صوبې د اسلامی تبليغاتو ادارې مشر ښاغلی مولانا حجت الاسلام والمسلمين " اسماعيل قبادی" د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د كرمانشاه د څانګې دوره وكړه.

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د كرمانشاه څانګې د يو راپور پر اساس، د كرمانشاه د صوبې د اسلامی تبليغاتو ادارې مشر ښاغلی مولانا حجت الاسلام والمسلمين " اسماعيل قبادی" په دې دورې كې د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د كرمانشاه څانګې كارونه له نږدې وليدل او د ايكنا په هكله یې خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه: چې د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د كرمانشاه څانګه په كرمانشاه كې د قرانی كارونو او فعاليتونو په ترويج او پراختيا كې ډير اهم رول ادا كوی او مونږ له دې شكريه ادا كوو.
388245
captcha