د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری اژانس " مانا" یې نقلوی، چې په دې قافلې كې په سلګونو ګاډی دی چې پكښې د روغتيا سامان او ړندو او كاڼو كسانو لره ضروری سامان هم شته.
دې قافلې سره به د يورپ د پارليمنټ لسګونو استازې له اټلی تر مصره پوری ملګرتيا كوی او له هغه ځايه به د رفح په لاره غزې ته داخلیږی
د دې قافلې مشرښاغلی " عرفات ميدی" ويلې دی چې په غزې باندې د اسرائيل د بريد په پايلې كې ډير خلك ژوبل، نيمګړی، ړندۀ او كاڼه شوی دی.
هغه زياته كړه: د دې امدادی كاروانو لیږلو مقصد په غزې خلقو شوی غيرانسانی ظلمونهو او د اسرائيلو ظلم ته د خلكو پاملرنه ده.
" عرفات ميدی" وويل: په غزې د علاج كولو سهوليات د نه شتون په وجه په سلګونو فلسطينيان مړه شول.
هغه ټينګار وكړ: چې د غزی ژوبل شوی كسان د علاج د پاره بهر بوتللو لپاره بايد اسرائيل د غزې لاری تګ راتګ لپاره خلاصې كړی.
388462