د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د حوزه علميه قم المقدس يو ستر او محقق استاذ او د حديث د پوهنتون د علمی كمیټۍ غړی ښاغلی حجت الاسلام والمسلمين " نجم الدين طبسی" په فيضيه دينې مدرسې قم كې ( وهابيانو په نظر كې د اهل بيتو عليهم السلام مقام) په موضوع يو علمی ناستې كې په خپلې وينا كې وويل: اهل بيتو سره د وهابيانو دښمنۍ له سياسته ډكې وې او هغه سياسی مقاصد درلود.
حجت الاسلام والمسلمين " نجم الدين طبسی" زياته كړه: چې د وهابی فرقی څه علمی او عقيدتی اساس او جرړې نشته او د سنيانو لاره له وهابيانو جدا دی. او د اهل سنتو لويو لويو عالمانو په خپلو معتبرو كتابونو كې د اهل بيت عليهم السلامو لوړوې او عظمت بيان كړې دی.
هغه زياته كړه چې وهابيانو او افراطی عقيدو لرونكو د اهل بيتو عليهم السلام سره خپله دښمنی څو ځله ثابته كړې ده.
د حوزه علميه قم المقدس يو ستر او محقق استاذ ښاغلی حجت الاسلام والمسلمين " نجم الدين طبسی" زياته كړه: نن سبا د په مختلفو هيوادونو كې د وهابيانو ملاتړ سره كتابونه چاپیږی او ويشیږی او د دې كتابونو ځينې ټكې په خلې اخستل هم د شرم خبره ده.
د حديث د پوهنتون د علمی كمیټۍ غړی حجت الاسلام والمسلمين " نجم الدين طبی" وويل: چې وهابی عالمان سنيانو عالمانو ته د حضرت علی عليه السلام او معصومو امامانو په ستاينې هم، هغو ته بد رد وايی.
د حوزه علميه قم المقدس ستر او محقق استاذ څرګندونه وكړه چې وهابی يوه وركوټې فرقه ده چې هغوې د اسلام بوی هم ندی اوريدلې او دوی اوس هم په سعودی عرب كې او هم په نورې نړۍ كې اهل بيتو او د اهل بيتو منوونكو شيعۀ و او سنيانو دواړو سره دښمنې لری او دا يوه ناصبې فرقه ده. چې رسول الله ته د يارسول الله غږ كفر بالی.
حجت الاسلام والمسلمين " نجم الدين طبسی" په پاې كې وويل: د نړۍ شيعه او سنيان نن وهابی ډله په سياسی او ټولنيزو چارو كې نه منی.
يادونه كوو چې دا علمی ناسته د اسلامی تبليغاتو مركز د كلتوری او تبليغې څانګې لخوا د هرې سه شنبه په ورځ په قم المقدس كې په دينی مدرسې فيضيه كې تر سره كیږی.
389058