د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د مجلس پخوانې سپيكر او د كلتوری كميشن اوسنۍ مشر ښاغلی ډاكټر "حداد عادل" په دې دورې كې د اردو ژبې ويونكو لپاره د فارسی ژبې اهميت په اړه وينا وكړه.
هغه په خپل ويناكې وويل: چې د فارسی او اردو 70 (اويا) فی صده ټكی سره ګډ دی. او د علامه اقبال(رح) نږدی اويا فی صده شعرونه په فارسی ژبې كې دی.
د ايران د مجلس پخوانې سپيكر او د كلتوری كميشن اوسنۍ مشر ښاغلی ډاكټر "حداد عادل" عربی نه پس فارسې ژبه دويمه اسلامی ژبه وباله
د ايران د مجلس پخوانې سپيكر په خپلې وينا كې په اخر كې ټينګار وكړ: چې د دې پوهنتون د فارسې ژبی څانګه دې بايد نوره هم پراخه شی. او مونږ یې هم ملاتړ كوو.
389146