سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله امامی كاشانی د جمعې لمانځه په دويمه خطبې كې د اسلامی انقلاب د سترلارښود او د خلكو وحدت ، اقتدار او هوښيارتيا د ايران له اسلامی جمهوريت سره په مقابلې كښې د دښمانانو د ناهيله كيدا عامل وباله او د عنكبوت سورت 69 ايت «وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِیَنَّهُمْ سُبُلَنَا» ايت مفهوم یې د دښمنانو پر ضد د ايران تاكتيك وباله.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايت الله امامی كاشانی د رهبرۍ د خبرګانو مجلس غړې او د تهران د جمعې لمانځه خطيب نن د دوری د مياشتې په 28 نیټه په تهران پوهنتون كې د پوځ د ورځې 29 نیټې په درنښت سره وويل: د ايران د وسله والو ځواكونو د وسونو او توانمنيو يادونه وكړه او ویې ويل كله چې دښمن د ايران د اسلامی انقلاب د ستر لارښود هوښيارتيا او د خلكو وحدت او دغه راز د ايران د وسله والو ځواكونو غيرتمن، مقاوم، مومن او قدرتمن ځوانان ګوری نو په ناهيلۍ سره په ايران د پوځی حملې لاره او انتخاب څنګ ته كوی.
ايت الله امامی كاشانی په دې خبرې سره چې د اسلامی انقلاب دښمنان په بايكاټ او ګواښ سره غواړی فضا ككړه كړی هغه یې د سيمې لپاره ګواښ وبلل او ویې ويل د ايران اسلامی جمهوريت په تيرو ديرشو كلونو كښې خپل امتحان وركړی او د سيمې له هيوادونو سره صميمانه اړيكې لری.
د ايران د جمعې لمانځه امام ايت الله محمدامامی كاشانی د ايران ملت ته دسوله ايزې اټومی انرژۍ په زمينه كښې نوی ټيكنالوژۍ ته د ايران د اسلامی جمهوريت د رسيدا په مباركۍ ويلو سره وويل د سوله ايزې اټومی انرژۍ په زمينه كښې نويو ټيكنالوژيو ته د ايران رسيدل او دغه راز فضا ته د سپوږمكۍ توغول د ايران د ملت د ډيرو علمی وسونو دوې بيلګې دی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د اسلامی انقلاب د سترلارښود او د خلكو وحدت ، اقتدار او هوښيارتيا د ايران له اسلامی جمهوريت سره په مقابلې كښې د دښمانانو د ناهيله كيدا عامل وباله.
389656