د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Pkukmweb» اينټرنیټی مركز یې نقلوی، دا سمينار د مليشيا د ملی پوهنتون د اسلام مطالعاتو د پوهنځی د فلسفی او الهياتو د ډلې په مرسته ترسره كیږی، په دې كښې به ډېر څیړاندې، محصلان، حقوقدانان، قاضيان، مفتيان، مذهبی مشاوران، د اسلامی بانكونو او مالی مؤسسو مشران او سياسی رهبران چې فلسفې او اسلامی تفكر سره مينه لری ګډون كوی.
«الهيات او فلسفه اسلامی»، «اخلاق اسلامی»، «اسلام او هنر»، «اسلام، قرآن او حديث»، «اسلام او هويت»، «اسلام او انسانشناسی»، « اسلام او اقتصاد»، «اسلام او سياست»، «اسلام او جنسيت»، «اسلام او قانون»، «اسلام او نور مذهبونه» او «اسلام او فناوری اطلاعات و ارتباطات» ځينې هغه موضوعات دی چې په دې سمينار كښې به څیړل كیږی.
د «اسلامی تفكر» لومړنۍ نړيوال سمينار په 1383كال كښې له 200 زياتو مسلمانانو پوهانو په ګډون سره په دې پوهنتون كښې ترسره شوی و.
389546