د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د كويت له «KUNA» خبری اژانس یې نقلوی، دا مظاهرې د بيت المقدس د اسلامی ډلو د غوښتې په نيتجه كښې د مسجدالاقصی د دفاع او د يهوديانو د كارونو په خلاف ترسره شوی.
د اسرائيلو پوليسو د امينيت لپاره ډېر سخت انتظامات كړی وو او كومو كسانو چې غوښتل دې جمات ته ننوځی په هغوی باندې یې ډېر سخت نظارت كاوۀ.
د اسرائيلو پوليسو پرون ځينې فلسطينی لمونځ كوونكی له مسجدالاقصی نه بهر ونيول او به دې دليل یې ترې پوښتنې وكړی چې هغوی د قانونونو مخالفت كړی دی.
د اسرائيلو پوليسو پرون ځينی فلسطينان په كرانه باختری كښې هم له بيت المقدس منعې كړی دی.
389685