د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د جمهور اسلامی افغانستان له څانګې یې نقلوی، په دې ناسته كښې چې د چهارشنبې په ورځ د وری د مياشتې په 26 نیټه د بدخشان د ښارونو د عالمانو په ګډون سره د دې صوبې په مركز فيض اباد ښار كښې ترسره شو، په دې خبرې ټينګار وشو چې حكومت او خلك دی د بنګو او ډوډې كرونګرو سره مقابله وكړی.
د بدخشان استاندار «عبدالمجيد» د اسلامی عالمانو دا رنګ كارونه په هيواد كښې د دارنګ فساد د ختمولو لپاره ډېره ښه لاره وګڼله.
هغه د عالمانو د دې كار ستاينه وكړه او دا یې يو جهاد وباله او زياته یې كړه: مونږ بايد د داسې عالمانو په شتون فخر وكړو چې د خلكو ورځی مشكلاتو ته پاملرنه كوی او د هيواد خدمت كوی.
د دې ناستې په اخر كښې يوه اووه بنده قطع نامه وليكل شوه چې پكښې یې د بنګو او ډوډې كرل حرام وګڼل.
بدخشان صوبه په تير وخت كښې د چرس او پوډرو په كښت كښې په دويم وه خو اوس دې صوبې چې چين سره یې پوله شريكه ده دا توان پيدا كړ چې په دې صوبې كښې دا كښت مكمل منعې كړی.
388990