د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د پاكستان د څانګې د يو راپور پر اساس، د دغه كتاب په پرانيستونكو دستورو كې چې د پاكستان او په دغه هيواد كۍ استوګن ايرانيو شخصيتونو او چارواكو پكې شتون درلوده ، د ايران د اسلامی شورا د كلتوری كميشن مشر غلام علی حداد عادل د استكباری دسيسو په مقابل كې د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر محمود احمدی نژاد د قدرتمند شتون او د ايران د ملت د حقه حقوقو په دفاع كې د هغه له محتواد ډكو ويناؤ قدرونه وكړه .
د استكبار شكن يا سامراج شكن پّه نامه د كتاب پّه سريزې كې د اسلامی ايران ولسمشر ډاكټر احمدی نژاد په اردو ژبه خبرو كونكو ته پخپل ځانګړی پيغام كې د خپل ټاټوبی د آزادولو او استعمار ته په ماته وركولو كې د هند براعظمګی د خلكو پّه تيره بيا د مسلمانانو نه ستړيكيدونكو هڅو ته په اشارې سره وئيلی دی، زمونږ ګډ دښمن نن سبا زمونږ معنوی او مادی پانګې غله كوی او ضروری ده چې د خپلو احساساتو په پوهيدا سره د ستونزو په وړاندې په لوی او واحد خدای د تكیې لپاره د يوه بل ترڅنګ ودریږو او خپله دنيا او آخرت جوړ كړو.
دغه كتاب د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر د امريكا نيويارك ته د خپل سفر او په كولمبيا پوهنتون كې د وينا په باب ليكلی دی.
استكبار شكن په نامه كتاب په ۱۰۳ پاڼو مشتمل دغه كتاب، سيد محمد علی ترمذی په اوردو ژبه ژباړلی دی او اوس د پاكستا په پلازمينې اسلام اباد كې په زرو ټوكو كې چاپ شوی دی.
389154