د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افغانستان څانګې د يو راپور پر اساس، چې له دې هيواد له خبری رسندويو یې نقلوی. د د افغانستان د جمهوريت د ولسمشر ويندوې ښاغلی «همايون حميدزاده» په كابل كې په يو خبری ناستې كې د دې مطلب په بيانولو سره وويل: د شيعه او سنيانو دواړو مذهبونو عالمان دا مسؤوليت لری چې دا تازه پاس شوې قانون د اجرا كولو لره هڅه وكړی.
«همايون حميدزاده» د شيعيانو د ځانی احوالو قانون په هكله د يو پوښتنې په ځواب كې وويل: د افغانستان ستره محكمه د دې قانونو د اجرا كولو اصلی سرچينه ده او دا وړتيا هغه لری. او حكومت د دې وزارتونو د ټولو پاس شوې قانونو د اجرا كولو ملاتړ كوی.
هغه زياته كړه چې د پرديو رسندويو لخوا د دې قانون په هكله د شبهې د جوړيدو غوره لاره د دواړو فرقو د دينې عالمانو په خپله كې خبری اترې او د اسلامی وحدت ساتنه ګڼو.
د ولسمشر وياند د افغانستان په مختلفو سيمو كې د ناټو او د امريكې د ځواكونو لخوا د ناعسكرو بې ګناه خلقو د تلفاتو په هكله وويل: هڅه كوو چې خبرو اترو سره د دې خبرې مخنيوی وكړو او دا كار مو كورنۍ او د دفاع وزارت ته سپارلې ده چې هغو به د دې خبرې تحقيق كوی.
په اخرنيو ورځو كې ګڼ شمير ناعسكر او بی ګناه خلق د بهرنيو ځواكونو په بريدونو كې مړه او ټپيان شوې وو او په دې اړه د افغانستان مجلس د بائیګاټ كولو ګواښ هم وركړې ؤ.
388984