د ايران د افتخاری خبريالو ډلې د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د ګناباد د جمعې امام حجتالاسلام «حسن صادقینسب» د جمعې د لمانځه په دويمه خطبه كښې وويل: تاسو صهيونسټان د حزب الله په وړاندې ماتې وخوړه او د غزې د ماتې ننګ مو لا تازه دی نو كه ايران ته مو لږ په كږه سترګه وكتل نو داسې به مو د كبر له تخته راوغورځوی چې بيا به د پاڅيدو نه يئ.
هغه وويل: امريكې چې نن زمونږ په وړاندې خپله نظريه بدله كړه دا د ايران د عظمت، لویې او اسلامی نظام د مزبوتيا نښه ده.
هغه زياته كړه: ايران د دنيا د هر يو قدرت په وړاندې نن دومره توان لری چې هغوی ته ښه مزبوت ځواب وركړې شی.
390181