IQNA

اسرائيل په خلاف په جنيوا كښې مظاهرې تر سره شوې

4:21 - April 20, 2009
د خبر لمبر: 1767151
نړيواله ډله: له دې وړاندې چې د سيوزلينډ په ښار جنيوا كښې د ملګرو ملتونو د نسل پرستۍ په خلاف سمينار تر سره شی په زرګونو خلكو د اسرائيلو او د هغوی د نسل پرستانه سياست په خلاف مظاهرې وكړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د كويت «KUNA»خبری اژانس یې نقلوی، دا مظاهرې د سيوزرلينډ د غير حكومتی عربی او افريقايی غونډو په مرسته د اسرائيلو د كارونو د غندلو لپاره او همدارنګ د هغوی د نسل پرستانه سياستونو د غندلو لپاره ترسره شوې.

د ملګرو ملتونو د نسل پرستۍ په خلاف سمينار او د دې سازمان پروګرامونه د وری د مياشتې له ٣١ د غویې د مياشتې تر ٤ نیټې پورې د دې سازمان په ځای كښې د سيوزرلينډ په جنيوا ښار كښې ترسره كیږی.
390727
captcha