د ايران د افتخاری خبريالو د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش په ارومیې كښې "د هيواد د قرانی كارونو د طريقو د سياست د سمولو سمينار" د اسلامی ارشاد او كلتور د قرانی چارو د وزارت د صوبو د چارو د مشر حجتالاسلام والمسلمين «رحيم جعفری» او د اسلامی ارشاد او كتلور د ادارې د مشرانو په ګډون سره د وری د مياشتې په ٣٠ نیټه د لويدیځ اذربايجان د اسلامی ارشاد او كلتور په ادارې كښې ترسره شو.
هغه په دې سمينار كښې زياته كړه: د قران ښوونې، روزنې، تحقيقاتو او د قرانی چارو د مخپرتګ لپاره دې صوبې ته ٢٠٠ ميليارده ريال په دې كال كښې خاص شوی دی چې دا رقم په تير كا كښې ١٦٠ ميليارده و.
390493