IQNA

د غنا د اسلامی پوهنتون د فارغ التحصيلانو جشن ترسره شو

4:27 - April 20, 2009
د خبر لمبر: 1767154
د هنر او كلتور ډله: د غنا د اسلامی پوهنتون د فارغ التحصيلانو جشن د وری د مياشتې په ٢٩ نیټه د جامعة المصطفی العالميه پوهنتون د مشر «حجت الاسلام و المسلمين عليرضا اعرافی» په ګډون سره ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، په دې پروګرام كښې د غنا د ښوونې وزير، د هيواد د ځوانانو وزير، «افسری» په غنا كښې د ايران د كلتوری مركز غړی «ولی‌الله محمدی» ګډون لاره.

«حجت الاسلام و المسلمين عليرضا اعرافی» په دې پروګرام كښې له اسلامی انقلابه په لاس راغلی څيزونه وښودل او د جامعه المصطفی العالميه پوهنتون پيژنګلوی یې وكړه.

هغه وړاندې په خپلو خبرو كښې د پوهنتون لپاره مهم څيزونه اخلاق او معنويت وښودل چې بايد محصلان دا صفتونه ولری.
390867
captcha