د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د جمهوری قرقيزستان څانګې د يو راپور پر اساس، د«ذوالفقار حضرت علی (ع) يا د حضرت علی توره» نومې زيارت د دې هيواد د پلازمينې «بيشكك» ښار په 300 كلومیټرو كې د تالاس صوبې په يو كلې «آرال» كې دی چې دا هم يو تاريخې اسلامی او لرغونی اثارو كې ګڼلې شی.
د ارال كلی خلق دې زيارت په هكله دا عقيده لری چې د حضرت امام علی عليه السلام د تورې يوه ټكړه او برخه په دې ځای كې دی ځكه چې هغه توره له طرفه د خدای تعالی امام علی ته راغلی وه او هغه ورسره د شيرخدا لقب موندلې وو دې لره د ډير درنښت او احترام قايل شوې دی.
د تاريخې سندو پر اساس په ميلادی كال 751 كې تالاس كې د چين پوځيانو او عربو تر مينځ د مينځينې ايشيا د اخستلو لره جنګ شورو شو ځايی قومونو د عربو ملاتړ وكړ او دا جنګ عربو مسلمانانو په ګټه ختم شول نو د قرقيزستان د تاريخ ليكوالو دا باور دی چې په دې جنګ كې د علی عليه السلام د تورې يوه ټكړې او برخې پاتې شوې وې اوس هم خلقو دا يو سپڅلې او اسلامی زيات بولی.
389297