IQNA

په لبنان كې د يحیې (ع) پيغمبر د مقبرې د شتون دعوا

8:51 - April 21, 2009
د خبر لمبر: 1767680
سياسی او ټولنيزه ډله: د لبنان د تاريخې تمدنو كارپيژاند او څیړاند ښاغلی «موسی سلمان ياسين» د خپلو نوې تجربو پر اساس د لبنان په جنوب كې د يحیې يحيی بن زكريا (ع) پيغمبر د مقبرې د شتون دعوا كړې دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د لبنان څانګې د يو راپور پر اساس، موسی سلمان ياسين په دې هكله اعلان كړې دی چې د حضرت يحيی عليه السلام چې د خدای نبې دی قبر یې د لبنان په جنوب كې تولين سيمې د شمال ختیځ برخې چې ورته مار يحيی ويلې شی پيدا شوې دی.
هغه زياته كړه چې دا برخه د لبنان په جنوب كې د «قبريخا» سيمې سره تړلی دی او د مشهورو روايتونه له مخې حضرت يحی بن زكريا(عليه السلام د رومی بادشاه «هروديس» په لاس په دې كلی چې شام سره هم نږدی دی په ريخای سيمې كې یې له هغه سربيل كړې ؤ
ياسين وويل چې يحيی عليه اسلام كيسه په تاريخې او دينې كتابونوكې راغلی دی او د دغو نقل پر اساس هغه پيغمبر د يو رومی بادشاه په لاس قتل شوې وو
ياسين زياته كړه چې د لبنان په فلات كې د لرغونی اثارو د مار يحيی ځای كې ډيرې درڼې او ارزښمندې دينی نښانې شته او نږدې 50 نښې په لاس راغلی په دې دلالت كوی چې دلته پيغمبران او د هغه زامن او اولاد وخت تير كړې دی.
يادونه كوو چې د حضرت يحيی پيغمبر نوم په آل عمران، انعام، مريم و انبيأ، سورتونو كې 5 ځلې راغلې ده او دې نبې دا هم دا مقام حاصل ؤ چې په ماشوموالی كې نبوت ته رسيدلې ؤ. او مشهور روايت دا دی چې د حضرت يحيی عليه السلام قبر په شام كې د دمشق ښار په اموی جامې جومات كې دی او دا د شام يو مشهور زيارت او بارګاه په عنوان بللې كیږی.
390215

captcha