IQNA

8:47 - April 21, 2009
د خبر لمبر: 1767683

ايران تل د مصر په شمول د اسلامی هيوادونو تر مينځ د اسلامی ورورولۍ د روحيی په دوديدا ټينګار كړی دی

سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت ويندويی امريكایې چارواكو ته سپارښتنه وكړه د سيمه ايزو او نړيوالو ستونزو په آوارې كې د ايران سياستونو او لارو چارو ته پام وكړی .

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت ويندويی ښاغلی حسن قشقاوی نن له كورنيو او بهرنيو خبريالانو سره په مطبوعاتی كنفرانس كې په ټوكيو كې د ايران له خارجه وزير ښاغلی منوچهر متكی سره د خبرو اترو په باب په افغانستان او پاكستان كې د امريكا د استازې ريچارډ هالبروك د څرګندونو په باب وويل ديپلوماتيكی ليدنې كتنې او سياسی خبرې اترې خپل ځانګړې معيارونه لری اود سيمې د مسئلو ځای بايد د ځينو نورو مسئلو په مطرحولو سره كوز نكړو.
د ايران د خارجه وزارت ويندويی همدغه راز د ايران او مصر تر مينځ د منځګړيتوب لپاره د اسلامی كنفرانس د عمومی منشی اكمل الدين احسان اوغلو د چمتووالی د اعلان په اړه وويل ايران تل د مصر په شمول د اسلامی هيوادونو تر مينځ د اسلامی ورورولۍ د روحيی په دوديدا ټينګار كړی دی.
د ايران د اخارجه وزارت ويندويی زياته كړه ايران تل د مصر پام د اسلامی نړۍ اصلی مسئلو ، د صهيونست رژيم ګواښونو او په دغه رژيم واكمن افراطی بهير ته اړولی دی او هيله ده د مصريانو اقدامات هم د دښمنانو د خوشحالۍ لامل نه شی.
ښاغلی قشقاوی د ۵+۱ ډلی وروستی وړانديز ته د ايران د ځواب په هكله وويل د اپريل په اتمه د دغه ډلی له غونډی وروسته د دغه ډلی د غړو هيوادونو لخوا متناقضی څرګندونی وشوی خو د ايران شرط تل د عدالت او درناوی پر اساس له كوم وارمخكی شرط پرته خبرې اترې دی.
د ايران د خارجه وزارت ويندويی زياته كړه د ۵+۱ ډلی وروستۍ بيانيی ته د ايران ځواب په برابرشوی او په نهايی كيدو دی او په دغه بيانيه كې به د ايران رسمی ځواب اعلان شی.
قشقاوی په ايران د صهيونست يرغلګر رژيم د احتمالی حملی په اړه چې د لندن ټايمز ورځپاڼی یې خبر خپور كړی دی وويل دغه ادعاګانی بې اساسه دی او حتی د صهيونست رژيم سرغنو هم دغه موضوع رد كړی ده.
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت ويندويی وويل نن سبا په ايران د هیڅ هيواد او رژيم وس نه رسیږی او د ايران ښكاره ديپلوماسی په دی معنی ده چې له ايران څخه ګواښ او د زيان ټكی ليری شوی دی.
هغه د دغه پوښتنی په ځواب كې چی ايران د نورو هيوادونو په اپوټه چې د خارجه وزيرانو په سويه كې په ډوربن دوه غونډه كې ګډون كړی دی د ولسمشر په سويه ګډون وكړ وويل ډوربن دوه غونډه د هماغه ډوربن يو غونډی دوام دی چې پكې د صهيونيزم كلمه د توكمپالنې له كلمی سره مترادفه وبلل شوه.
391451
captcha