د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له EL MOUDJAHID یې نقلوی، دا ناسته د فلسطين په غوښتې او په قدس كښې د اخرنۍ پیښو د څیړنې په غرض ترسره كیږی.
د عربو د اتحادیې د غړو هيوادونو د بهری چارو د وزيران دا اراده لری چې د يهوديانو د ابادۍ د مخنيوې لپاره هم څه لاره راوباسی او د فلسطين خلكو سره هم مرسته وكړی.
د عربو د اتحادیې سترسكتر «عمر موسی» ته څه وخت وړاندې د فلسطين د انتصابی حكومت د بهرنی چارو د وزير «رياض المالكی» له خوا يو ليك ورغی چې هغه پكښې د فلسطين، غزې او قدس شريف په هكله د يهوديانو د كارونو تفصيل ليكلی و او دا یې هم ليكلی و چې څه رنګ يهوديان لګيا دی اسلامی مقدس ځايونه له منځه وړی او يهوديان په دې سيمه كښې ابادوی.
391407