IQNA

د افغانستان مشهور عالم «عبدالقاهر» په هوايی بمبارۍ كښې شهيد شو.

8:50 - April 21, 2009
د خبر لمبر: 1767707
سياسی او ټولنيزه ډله: د افغانستان د لوګر صوبې مشهور عالم مولوی عبدالقاهر د شنبې په ورځ د وری د مياشتې په ٢٩ نیټه د نړيوال فوځ په هوايی بريد كښې له دنيا لاړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د جمهوری اسلامی افغانستان څانګې په ګزارش، د افغانستان ولس مشر حامد كرزی د دې خبره له اوريدو وروسته د دې صوبې خلكو ته د تسليت پيغام ولیږ او ټينګار یې وكړ ډېر زر به له نړيوالو پوځيانو د دې كار د سبب پوښتنه وشی.

حامد كرزی په دې پيغام كښې په دې پیښې باندې ډېر د غم څرګندونه كړې او د دفاع له وزارته او د هغه ځای له پوځه یې غوښتی دی چې د دې پیښې په هكله پلټنه وكړی او د دې پیښې اصلی عاملان پيدا كړی.

مولوی عبدالقاهر د لوګر صوبې له ډېرو مشهور عالمانو څخه و هغه د دې ښار د جمعې امام و هغه په خپل كور كښې و چې په بمبارۍ كښې وفات شو.
391048
captcha