IQNA

د تقريب او نزدې والی دا معنی نه ده چې شيعه دې په سنيانو كښې ذوب شی او سنيان دې په شيعه و كښې.

8:45 - April 21, 2009
د خبر لمبر: 1767709
سياسی او ټولنيزه ډله: عالمان او اسلامی پوهان دې بايد د شيعه او سنيانو تر مينځ بايد ګډ او مشترك حكمونه راوباسی او په هغې باندې وحدت وكړی او پوه دې شی چې د تقريب معنی دا نه ده چې دې په سنيانو كښې يا سنيان دې په شيعو كښې ذوب شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د قم څانګې په ګزارش، لوی مرجع تقليد آيت‌الله العظمی جعفر سبحانی د وری د مياشتې په ٣٠ نیټه د هيوادونو د تقريب مذاهب د شورا غړو سره په ليدنه كښې وويل: عالمان او اسلامی پوهان دې بايد د شيعه او سنيانو تر مينځ بايد ګډ او مشترك حكمونه راوباسی او په هغې باندې وحدت وكړی او په مختلف مسئلو كښې دې يو بل سره د ملګرو غوندې بحث وكړی.

هغه زياته كړه: په تير وخت كښې د دواړو مذهبونو د عالمانو تر مينځ ډېر علمی خبرې شوی وې خو اوس د ځينې اختلافاتو په سبب دوی دواړه يوتر بله لرې شو.

هغه همدارنګ د قرضاوی فتوا ته په پام وويل: كومه فتوا چې قرضاوی وركړې ده هغه د نورو د اثر لاندې د لاتلو په سبب وه او خپل فكر یې دا دی او ځينو خلكو هغه د اوزار په توګه استعمال كړی دی.

هغه دې خبرې ته پام چې په سياست كښې د مسلمانانو يو بل ته نزدې والی د ملتونو د پوخوالی سبب كیږی، وويل: بايد د مذهبونو د تقريب غونډه د مسلمانانو د عالمانو يو بل د نزدې والی كوشش وكړی ځكه چې څومره دا عالمان خپلو كښې ليرې كیږی دومره د اسلام د دښمنانو چلونه او هيلې زياتیږی.
391536
captcha