IQNA

په كابل ښار كې د خاتم المرسلين جومات افتتاح وشوه

9:10 - April 22, 2009
د خبر لمبر: 1768266
كلتوری او ټولنيزه ډله: په كابل ښار كې د خاتم المرسلين جومات په شپږو مياشتو كې جوړ شو او اوس یې رسمی افتتاح وشوه
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د جمهوری اسلامی افغانستان څانګې د يو راپور پر اساس، د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د جوماتو د مشرې ډلې مشر ښاغلی محمد صديق شكری د دې جومات په افتتاحې مراسمو كې وويل: د جوماتونو جوړول او بيا رغونه د دې وزارت د اصلی كارونو څخه دی چې د افغانستان خلكو لپاره یې تر سره كړی.
محمد صديق شكری له جوماتونو د غوره ګټه اخستل د اسلام پراختيا او تبليغ وګڼه او جوماتونو یې د اسلامی له پيداښتنه تر اوسه پوری اساسی مركزونه وباله.
هغه په پاې كې جوټه كړ چې د مسلمانانو د وحدت ساتنه د مسلمانانو پر لاس دی او نبايد له نورو د اسلامی يووالی او وحدت تمه ولرو.
389975
captcha