IQNA

په تونس كښې «په مقدسو كتابونو كښې صلح او عدالت او فلسفی تفكرات» سمينار شورو شو

8:59 - April 22, 2009
د خبر لمبر: 1768279
د علم او تفكر ډله: «په مقدسو كتابونو كښې صلح او عدالت او فلسفی تفكرات» نړيوال سمينار د تونس د تمدنونو او دينونو د خبرو مركز له خوا سبا د وری د مياشتې په ٣١ نیټه په نابل ښار كښې شورو شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د تونس له «TAP» خبری اژانس یې نقلوی، په دې څلور ورځنی سمينار كښې به د ايران، فرانسه، مصر، الجزاير او مراكش پوهان ګډون كوی.

«په مقدسو كتابونو كښې صلح او عدالت او فلسفی تفكرات» نړيوال سمينار په ١٢ بيلا بيلو خصوصی كميشنو كښې ترسره كیږی.

ايرانې غونډه به د قم د دينونو او امذبونو د پوهنتون مشر «حجت‌الاسلام و المسلمين سيد ابوالحسن نواب» په مشرۍ كښې په دې سمينار كښې ګډون كوی.
همدارنګ به په دې سمينار كښې د ملګرو ملتونو د سترسكتر «بان كی مون» پيغام هم لوستل كیږی.

د ٤٨ اسلامی هيوادونو پوهان، دينی عالمان او انسان شناسان په دې سمينار كښې ګډون كوی.
392136
captcha