د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د ايران د ولس مشر له دفتره یې نقلوی، محمود احمدی نژاد په جنيوا كې په خبری غونډې كې ددې خبر ې په ياولو سره چې امريكا ۲۹ كاله وړاندې په يو اړخيزه توګه له ايران سره خپل ارتباط غوڅ كړ ،څرګنده كړه اوس دايران ملت له ۲۹ كاله وړ اندې لاتاند ،پرمختللی او هيله من دی .
هغه په د ې خبری كنفرانس كې امنيت شورا د جوړښت په اساس یې ډيره ناكاره وبلله او دويتو حق یې روښانه توپير وباله اووې ويل،امنيت شورا پر لبنان او غزې د اسراييلو دحملې مخنيوی ونشو كړای او دافغانستان ا و عراق ستونزه یې هم اواره نشو كړای او په افريقا كې یې هم نښتې ختمې نكړې.
هغه دمنځنی ختیځ ستونزو عامل ،د پرديو لاسوهنه او دسيمې پر ملتونو د يوه رژيم دتپلو لپاره د لويدیځ هڅې وبللې او جوته یې كړه كه ناټو ځواكونه له سيمې واوځی ،دسيمې ملتونه خپل هيوادونه كنترولولی شی.
هغه زياته ك ړه دفلسطين د۶۰ كلنې ستونزې لپاره هم انسانی او ديموكراتيكه حل لاره ،دمسلمانانو عيسويانو ،اويهودانو په شتون سره دټول پوښتنې ترسره كول دی .
هغه پرون د توك پالنې سره دمبارزې په دوربان ۲ غونډې كې د اسلای كنفرانس له مشر سره په كتنې كې ، داسلامی نړۍ د ستونزو حل ،دتوك پالنې په نفی كولو پورې اړونده وباله .
هغه وويل په اسلامی نړۍ كې ستونزې چې رامنځته شوی ،تپلی دی او دامريكا او صهيونست رژيم تر دباونو لاندې رامنځته شوی دی.
داسلامی كنفرانس مشر احسان اوغلو هم وويل، مونږ مطميين يو كه ټول اسلامی هيوادونه له اسلامی كنفرانس سره يوځای شی زيات اقدامات كولی شو او مونږ دنړۍ دمسلمانانو دټولو هيلو د تحقق قدرت اوتوان لرو .
هغه همداراز دايران له سوله ايزو ا ټومی پروګرامونو داسلامی كنفرانس پر ملاتړ ټينګار وكړ.
ښاغلی احمدی نژاد همداراز داټومی بې وسلې كولو پر ضرورت په ټينګار سره وويل، ايران چمتو دی چې په نړيوالې بې وسلې كيدا كې فعال رول ولوبوی .
هغه په سويس كې دميشتو ا يرانيان په ټول هم وويل، اوس اټومی وسلې د هغو دصاحبانو دځان بلا شوی ځكه چې له يوې خوا غواړی چې ملتونو ته زور ووايی اوله بلې خوا ګوری چې دملتونو پوه دې حد ته رسيدلې چې دزور ويونكو غوښتنو ته نه تسلمیږی .
داسلامی ايران ولسمشر سويس ته په دوه ورځنی سفر كې په كنفرانس كې پر اغيزمنې وينا سربيره چې هغه یې دټولو نړيوالو رسنيواو شخصيتونو دپام مركز وګرځوه ،او پكې دتوكم پالنې ،دفلسطين دمسلې په اړه ايران دریځونه عمومی افكارو ته تشريح كړل ، له ځينو نړيوالو څيرو سره هم مهمې ناستې درلودلې .
هغه دملګرو ملتونو له مشر بان كی مون،داسلامی كنفرانس له مشر اكمل الدين ا حسان اوغلو ، د سويس له ولسشر هانس رودلف مرتس ، دامريكا له پخوانی لوی څآرنوال رمزی كلارك ، او دبيلابيلو موسسو له مشرانو سره كتنې او خبرې اترې وكړې .
دويلو ده داسلامی ايران ولسمشر بیګاه بيرته دتهران په لور وخوځيده .
392053