IQNA

كه نړيوالې غونډې د رژيم صهيو نيسټی حمايت وكړی نو مسلمانان دې د اسرائيلو د ظلمونو له ثابتولو ناهيلې نه شی

9:50 - April 24, 2009
د خبر لمبر: 1768701
نړيواله ډله: اسرائيل په دې دليل چې نړيوال قدرتونه یې حمايت كوی عدالت ته نه شی راغوښتلې او د هغه له ظلمونو پوښتنه نه كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزاش، د مليشيا د قضايی قوت مشر، «زكی اَزمی» د دې خبرې په بيان سره وويل: تر اوسه پرو ١٥٣ شكايتونه د غزې د خلكو له خوا او د فلسطين د عدالت له خوا په اسرائيلو باندې شوی دی خو د دې لپاره چې هغه نړيوالو عدالتونو ته وړاندې شی معتبرو مدركونو ته اړمن دی چې د دې مدركونو راجمع كول او شهادتونو راوړل د هغې د قبليدو سبب وګرځی.

زكی اَزمی وويل: د ٢٢ ورځو په تيريدو سره او د غزې د ډېرو خلكو په قربانۍ سره چې زيات پكښې ماشومان او ښځې وی اسرائيل په څرګنده جنګ ختم كړ خو د دې ظالم خپل پوځونه همدارنګ په پوله پریښی دی چې په خپل ګمان سره د حماس احتمالی بريدونو ته ځواب وركړی.

هغه دې ته په پام چې صهيونيسټی رژيم دا هڅه كوی چې د لويدیځو هيوادونو په مرسته او د هيوديانو د مالی توان په وسيله په مسجدالاقصی باندې قبضه وكړی، له اسلامی هيوادونو یې وغوښتل چې يو ځای شی او د هغوی دا چلونه دې ناكام كړی.
392472
captcha