د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، هغه په سيمې كې د پرديو دشتون له كبله دافراط پالنې ودې ته په اشارې سره وويل، افغانستان له سختو استعماری طاحيو سره مخامخ دی خو دخدای په مهربانۍ اومقاومت سره وضعيت بدلیږی
هغه دافغانستان له پرمختګ سره دمرستې لپاره دايران چمتو والی اعلان كړ او وې ويل، بايد دافغانستان حكومت او پارلمان ،د پرمختګ او آبادۍ زمينه برابره كړی .
يونس قانونی هم په دې كتنې كې پر دې په ټينګار سره چې دايران مرستې تل دافغانستان د پرمختګ اوثبات لپاره مهمې او اغيزمنې دی جوته كړه ،دسيمې هيوادونه ديوبل دامنيت لپاره اغيزمن دی او دامنيت او ثبات لپاره دتهران ،كابل او اسلام آباد ددرې اړخيزو ملګرتياوو لپاره دايران نوښت به ډير اغيزمنې وې.
قانونی همداراز په توك پالنې ضد كنفرانس كې داحمدی نژاد د میړانی او دحق دریځونوداعلانولو او د دسيسو دشنډولو قدرونه وكړه.
393763