IQNA

د تهران جمعی خطيب ايت الله هاشمی رفسنجانی

ايران سره په چلند كې د امريكې سياستونه دوه ګوڼی او د بوش د سياستونو دوام دی

8:49 - April 25, 2009
د خبر لمبر: 1769144
سياسی ډله: د تهران د جمعې لما نځه خطيب ايت ا... ها شمی رفسنجانی په دې اړه د امريكا د خارجه وزير څرګندونو ته په اشارې سره چې واشنګټن د خبرو اترو په څنګ كې د ايران د فلجونكی بايكاټ په تدارك كې دې وويل دغه څرګندونې د بوش له ويناو سره هیڅ توپير نه لری.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت ا... هاشمی رفسنجانی يو ځل بيا ټينګار وكړ اسلامی ايران تل وييلی دی كه امريكا خپل روغ نيت ثابت كړی، نو ايران په مساوی او عادلانه شرايطو كې خبرو اترو ته چمتو دې.
ښا غلی ها شمی رفسنجا نی په دې اړه د امريكا د خارجه وزيرې څرګندونو ته په اشارې سره چې واشنګټن د خبر و اترو په څنګ كې د ايران د فلجونكی بايكاټ په تدارك كې دې وويل دغه څرګندونې د بوش له ويناو سره هیڅ توپير نلری او دې ته په پا م سره چې د امر يكا اولسمشر باراك اوباما د بدلون او له ايران سره د خبرو اترو لپاره د چمتو والی خبرې كوی، هیڅ بدلون نه ليدل كیږی.
د تهر ان د جمعې لمانځه خطيب په جينيوا كې د ډربن دوه د توكم پالنې ضد غونډې تر سره كيدا ته په اشا رې سره وويل د بشری حقوقو لويد یځ ادعا كونكی چې څه د پاسه ۲۵ كلونه كیږی چې توكم پالنه او بشری حقوق یې په خپلې ايجنډې كې راوستی دی، خپل امتحان وركړې دې او ثا بته یې كړه چې له توكم پالنې سره په مبا رزې هیڅ باور نه لری او يوا زې شعار وركوی.
ښا غلی رفسنجا نی هم دا راز په عراق كې د پرونې ترهه ګرې چا ودنې په غند لو سره چې پكښې څه د پا سه ۵۰ ايرانی زايرين شهيدان شول، امر يكا د عراق د امنيت د تامينولو او په دغه هيواد كې د خلكو د ساتلو ذمه واره وبلله.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت ا... هاشمی رفسنجانی له افغانستان او پاكستان هم وغوښتل چې د سيمې د امنيت د ټينګولو لپاره له ايران سره خپله ملګرتيا پراخه كړی.
393592
captcha