IQNA

په استنبول كښې د نسل پرستې په خلاف د احمدی نژاد د دریځ د حمايت اعلان وشو

8:48 - April 25, 2009
د خبر لمبر: 1769175
سياسی او ټولنيزه ډله: په تركیې كښې د ايران د اسلامی انقلاب ځينې ملګری مسلمانان د غويی د مياشتې په دويمه نیټه د اسراء كلتور مركز په برابرۍ سره، د ايران د كونسلګرۍ په وړاندې په استنبول كښې راغونډ شو او د نسل پرستۍ په خلاف د ايران د ولس مشر محمود احمدی نژان د دریځ حمايت یې وكړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، غونډه كوونكيو په لاسونو كښې د فلسطين او د ايران د ولس مشر احمدی نژاد اينځورونه راخستی وو او د صهيونيسټی رژيم په خلاف چې په فلسطين كښې په بې دفاع مسلمانانو باندې ظلمونه كوی او همدارنګ د امريكې په خلاف چې د نسل پرستۍ په مسله كښې هغوی سره شريك دی د جنيوا په اجلاس كښې د ډاكټر محمود احمدی نژاد د دریځ حمايت او قدرونه یې وكړه.
393100
captcha