IQNA

د «امير سلمان» په مقابلې كښې اخرنۍ مرحلې ته رسيدونكی كسان وټاكل شول

8:54 - April 25, 2009
د خبر لمبر: 1769178
نړيواله ډله: د «امير سلمان بن عبدالعزيز» د مقابلې اخرنۍ مرحلۍ ته چې د غويی د مياشتې په ١٤ نیټه به ترسره كیږی ٩١ هلكان او جينكۍ ووتې.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د رياض چاپ «الجزيره» ورځپاڼې یې نقلوی، دا مقابلې په سو ورځو كښې د رياض په «الأزدهار هوليدی» هوټل كښې ترسره كیږی.

د دې مقابلو ترسره كوونكی او د عربستان د اوقافو او اسلامی چارو د وزارت ستر سكتر «عبدالعزيز بن عبدالرحمن السبيهين» دې ورځپاڼې سره په خبرو كښې وويل: له يوولسو كالو تيريدو وروسته اوس چې كله مو د «امير سلمان بن عبدالعزيز» قرانی مقابله ترسره كړه نو ډېرو زياتو كسانو پكښې ګډون وكړ.
393668
captcha