IQNA

8:49 - April 26, 2009
د خبر لمبر: 1769706

په عراق كښې د حسينی زوارانو په شهادت په هكله د ايران د ستر لارښود د تسليت پيغام

سياسی ډله: د ايران ستر لارښود په عراق كښې له مصيبته د ډكې پیښې وروسته چې پكښې د امام حسين عليه السلام د مزار زواران شهيدان شول وفرمايل: په دې پښه كښې او د دې غوندې په نورو ظلمونو كښې اصلی متهم امنيتی پوليس او امريكايی پوځيان دی.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د ايران د ستر لارښود د دفتر له اطلاع روسوونكی مركز یې نقلوی، د ايران ستر لارښود حضرت آيت‌الله خامنه ای په عراق كښې د ترهه ګرۍ په پیښې كښې د حسينی زواران د شهادت په مناسبت د تلسيت يو پيغام وركړ.

په دې پيغام كښې راغلی دی: دې پیښې هغه زړونه غمجن او عزادار كړل چې د پيغمبر(ص) او د هغه د پاكو اهلبيتو(ع) مينه پكښې ده او هغوی سعادت او نيكی په دې كښې ګڼی چې د محمد او ال محمد(ص) پيروی وكړی.

په دې پیښې او د دې غوندې په نورو ظلمونو كښې اصلی الزام په امنيتی پوليسو او د امريكې په پوځيانو دی چې ترهه ګرۍ سره د مقابلې په بهانې یې دا اسلامی هواد په زور نيولی دی او لكونو انسانان یې پكښې مړه كړی دی او د ورځې نه بلې ته ناامنه كیږی.

په دې پیښې كښې مړه شوی كسان د امام حسين عليه السلام د د زيارت شهيدان دی او د هغوی اجر عزيز او رحيم خدای سره دی، انشاء الله، خو د هغوی د خپلو خپلوانو زړونه له غمه ډك دی. زۀ له خپلې خوا د دې پیښې ټولو ځپلو په بيله توګه د شهيدانو خپلوانو ته تسليت وايم او د پرژلو لپاره له خدايه د سلامتۍ دعا غواړم.
سيدعلی خامنه‌ای
394045
captcha