IQNA

د مسنجر په وسيله د آيت‌الله امينی اينټرنیټی مشاوره شورو شوه

9:04 - April 26, 2009
د خبر لمبر: 1769716
سياسی او ټولنيزه ډله: د قم د جمعې امام آيت‌الله امينی، به د ځوانانو د شرعی پوښتنو د ځوابونو لپاره په حرم مطهر كښې بيلوكس مسنجر ته خاضریږی.
د دينی پوښتنو د انلاين ځوابونو د ملی مركز مشر حجت‌الاسلام «محمدرضا بهروز»، د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: د خلكو د غوښتې مطابق به ايت الله ابراهيم امينی، د اينټرنیټ په وسيله خلكو ته اخلاقی او دينی مشورې وركوی.

هغه وويل: ايت الله امينی، به د پينجشنبې په ورځ د غويی د مياشتې په دريمه نیټه له ٢٢ تر ٢٣ بجو پورې په حرم مطهر كښې اينټرنیټ بيلوكس مسنجر ته كښينی او خلكو ته به اخلاقی مشورې وركوی.

هره شپه دې مسنجر ته شپږ سوه كسان كښينی او له دې وروسته هغوی كولی شی چې نيغ په نيغه له ايت الله امينی پوښتنه وكړی او ځواب ترلاسه كړی.

په اينټرنیټی ایډرس خپل ځوابونه او مشورې ترلاسه كولی شئ:
http://www.pasokhgoo.ir/fa/node/2976

394083
captcha